ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستیال کونړ کې د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو کتنه کړې

د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان «صدیق» د کونړ ولایت اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو کتنه کړې او له مېشتو ځواکونو سره یې لیدلي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي او یو شمېر نورو مسولینو هم ملتیا کوله.

حاجي مالي خان «صدیق» د اسلامي امارت د ځواکونو قربانۍ وستایلې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د دفاع په برخه کې یې لازمې لارښوونې ورکړې.

همداراز، نوموړي د کونړ ولایتي روغتون ته هم ورغلی او د هغو ټپیانو پوښتنه یې کړې، چې تېره شپه د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له امله ټپیان شوي وو.

ښاغلي مالي خان صدیق د ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې اړوند مسولین د هېواد د دفاع او د نظام د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

د راپور له مخې، د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستیال په روغتون کې له ټپیانو سره یو اندازه نقدي مرسته هم کړې ده.