د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیز تعاملات لا ډېر پراخ شي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر، د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
ورته مهال په دې لیدنه کې کې ښاغلي کابلوف ویلي، روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې د ثبات ترڅنګ اقتصادي اتصال ته هم وده ورکړي. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر وستایه او څرګنده یې کړه چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او .ترانزیټ په برخو کې عملي بڼه ورکړي

