د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان نوئل بارو سره ټلیفوني خبرې کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په دې خبرو کې دواړو لوریو د وروستیو سیمهییزو بدلونونو او په سیمه کې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د ډیپلوماټیکو نوښتونو په تړاو خبرې کړې دي.

