ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه : د ایران پر وړاندې د امريکا د جګړې لګښت د ۸۷ میلیونه کسانو له بشري مرستو سره برابریږي

ملګري ملتونه وايي، د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې لګښت، کولای شي د ۸۷ میلیونو څخه زیاتو کسانو د اساسي بشري مرستو اړتیاوې پوره کړي.

د دې سازمان د بشري چارو د سرمنشي مرستیال ویلي، چې دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ میلیونو څخه زیات وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې د کمښت او د ځینو هېوادونو، لکه امریکا د ونډې راکمېدو له امله، دغه بنسټ اړ شوی چې یوازې ۸۷ میلیونه کسان په لومړیتوب کې شامل کړي.

له دې وړاندې پنټاګون اعلان کړی و، چې تر اوسه یې په لوېدیځه اسیا کې د جګړې لپاره ۲۵ میلیارده ډالر لګولي دي، په داسې حال کې چې د اوچا دفتر د روان کال لپاره د ۲۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.