رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېسټ له جرمني څخه د ۵ زره امریکایي سرتېرو د ایستلو امر کړی دی.
راپور کې د پنټاګون د ویاند له قوله ویل شوي، چې دا سرتیري به راتلونکو ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو پورې په تدریجي ډول له جرمني څخه وایستل شي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي و، ایران د سولې په خبرو کې امریکا تحقیر او بېعزته کړې ده.

