د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر، ادین اییلدیز سره لیدنه کړې.
یادې خونې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، په ګډې پانګونې، صادراتو او د ګډې سوداګریزې شورا په جوړېدو خبرې کړې دي.
دغه راز دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

