د بلخ ولایت د ترافیکو مدیریت یو شمېر پرسونل د مسلکي او ښوونیز سیمینار د ګډون په موخه اوزبیکستان ته سفر کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا او د امنیه قوماندان ملا عبدالرازق راشد په وړاندیز اوزبیکستان ته استول شوی، چې مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي محمد عوض وثیق کوي.
په پلاوي کې د نشراتو مسول شیرمحمد اوریاخیل، د اداري برخې غړی قاري صالحمحمد فردوس، د تعلیم او تربیې مسول قاري نبيالله زیبر او د ترافیکي پېښو د ارزونې امریت غړی سید میوند هاشمي هم شامل دي.
ویل شوي، یاد سیمینار د اوزبیکستان د ترافیکو پولیسو له لوري جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې د ترافیکي مدیریت، د ترافیکي پېښو د ارزونې، د پرسونل د تعلیم او تربیې، مطبوعاتي چارو او اداري مدیریت اړوند مهم موضوعات په مسلکي او تخنیکي ډول تدریس شول.
ګډونوالو د سیمینار پر مهال د ترافیکي نظم د پیاوړتیا، د سړکونو د پېښو د کمښت، عصري مدیریتي سیستمونو او اغېزمنو کاري میتودونو په اړه معلومات ترلاسه کړل او د اوزبیکستان د ترافیکي پولیسو له تجربو څخه یې ګټه واخیسته.
د بلخ د ترافیکو مدیریت ویلي، دغه ښوونیز پروګرام د افغانستان او اوزبیکستان د ترافیکي مسولینو ترمنځ د تخنیکي همغږۍ، د تجربو د تبادلې او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د سیمینار په پای کې د اوزبیکستان د ترافیکو پولیسو رییس د بلخ د ترافیکو مدیریت غړي د فعال ګډون او اغېزمنې ونډې له امله وستایل او هغوی ته یې ستاینلیکونه او د تقدیر اسناد ورکړل شول.
د بلخ د ترافیکو مدیریت مسولینو ویلي، هڅه کوي د ورته مسلکي پروګرامونو له لارې خپل ظرفیتونه لا پیاوړي کړي، څو خلکو ته لا غوره او معیاري ترافیکي خدمتونه وړاندې شي.

