ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زونونو په کچه د لېسټ اې سیالیو مهالویش اعلان شو

د افغانستان کورني کرېکټ پرمختګ څانګې له لوري د زونونو په کچه یو ورځنیو سیالیو مهالوېش اعلان شو.

په دې سیالیو کې پینځه زونونه بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین‌غر ونډه لري، چې د ۱۷ ورځو په موده کې به په یو ورځني فارمټ کې خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

د مهالوېش له مخې نهم پړاو لېسټ‌اې سیالۍ د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب الله تر‌ه کي کرېکټ لوبغالو کې ترسره کیږي، چې د روانې غويي/ثور میاشتې پر ۲۷مه نېټه به پیل او د غبرګولي/جوزا تر ۱۴مې به دوام وکړي.

دغه سترې سیالۍ د کرېکټ او لوبغاړو د ودې او پرمختګ په موخه ترسره کیږي.