ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت مرستیال: اسلامي امارت د تلسیمیا ناروغۍ درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د یاد وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ نړیوالې ورځې نمانځنې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د تلسیمیا ناروغۍ درملنې لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د یادې ناروغۍ درملنې لپاره ځانګړي روغتونونه جوړ شوي دي.

دغه راز نوموړي وویل، د تلسیمیا ناروغان د اوږد مهالې درملنې مستحق دي او یاد وزارت ژمن دی چې د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه کې لا زیات کار وکړي.

ښاغلي حقاني دغه څرګندونې نن «شنبه، د غویي ۱۹مه» په کابل کې د تلسیمیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر عمومي رییس شیخ محمدطاهر حلیم ویلي، د عامه پوهاوي ترڅنګ نړیوال بنسټونه او سوداګر هم باید د تلسیمیا ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي او د ناروغانو د ملاتړ لپاره همکاري وکړي.

د ښاغلي حلیم په وینا، ناروغانو ته د وینې ورکول د روغتیايي لارښوونو له مخې هم دنیوي ګټه لري او هم اخروي ثواب.

همداراز، د معالجوي طب عمومي رییس ډاکتر وحدت الکوزي په دې مراسمو کې ویلي، د تلسیمیا ناروغي د درملنې وړ ده او د مخنیوي غوره لاره یې په ټولنه کې عامه پوهاوی دی.

د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي او یو شمېر درملنیز مرکزونه یې هم جوړ کړي دي.

بل‌خوا، د وینې ملي بانک آمر ډاکتر نیازګل نیازمند ویلي، چې دا مهال یوازې په کابل کې له یو زرو او ۵۰۰ څخه ډېر د تلسیمیا ناروغان ثبت شوي، چې له ډلې یې ۷۹۸ نارینه او ۷۱۹ ښځې دي.

ښاغلي نیازمند زیاته کړې، چې تېر کال د مرکزي وینې بانک له لارې د تلسیمیا ناروغانو ته ۱۳ زره او ۵۶۱ پاینټه وینه ورکړل شوې او په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.