د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو چمتو دی چې د ایران غني شوي یورانیم روسیې ته ولېږدوي او هلته یې خوندي وساتي.
پوتین په مسکو کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، روسیې په ۲۰۱۵ کال کې هم له ایران څخه غني شوي یورانیم لېږدولي وو او اوس هم چمتو ده چې دغه تجربه تکرار کړي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، ایران له دې امله د یورانیمو د لېږد مخالفت کوي، چې د امریکا متحده ایالات غواړي دغه غني شوي یورانیم خپلې خاورې ته انتقال کړي.
پوتین همداراز ویلي، مسکو له تهران او واشنګټن سره په اړیکه کې دی او هیله لري چې دغه جګړه «ژر تر ژره» پای ته ورسېږي.

