ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د قره‌قالپاقستان د پارلمان له رییس سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اوزبیکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس امان‌بای اورینبایف او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د اوزبیکستان سفیر آی‌بک عثمانوف هم ګډون درلود.

مولوي عبدالسلام حنفي د پلاوي د هرکلي پر مهال ویلي، افغانستان او اوزبیکستان لرغوني دیني، تاریخي، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري او باید دغه اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه تل له ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبیکستان سره د دوستانه او ورورولۍ اړیکو غوښتونکی دی.

همدارنګه د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو او د همکارۍ مثبتې فضا ته په اشارې ویلي، د سراسري امنیت ټینګښت او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان غواړي په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د تخنیک او کرنې په برخه کې، د اوزبیکستان له تجربو ګټه واخلي.

بل‌خوا، د قره‌قالپاقستان د پارلمان رییس امان بای اورینبایف د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او د اسلامي امارت له مېلمه‌پالنې یې مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، د قره‌قالپاقستان سیمه بېلابېلې طبیعي سرچینې لري، چې منرالونه، سیمنټ، آهک، نفت او ګاز پکې شامل دي.

امان‌بای اورینبایف زیاته کړې، ټاکل شوې په مزارشریف ښار کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شي، چې د دواړو لورو ترمنځ به د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.

نوموړي قره‌قالپاقستان د اوزبیکستان د ترانسپورټي دروازې په توګه یاد کړ او ویلي یې دي، دواړه لوري کولی شي د خامو موادو د پروسس او سوداګرۍ په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې کړي.

هغه همداراز زیاته کړې، قره‌قالپاقستان د سوداګرو او پانګوالو لپاره ځانګړي امتیازات، له هغې ډلې د مالیاتو تخفیفونه، برابر کړي او د افغان سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو هرکلی کوي.

د لیدنې په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې افغانستان له اوزببکستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، فرهنګ او ګرځندوی په برخو کې د دوستانه اړیکو لا پیاوړتیا غواړي.