د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ربیس ملا عبدالحق همکار د ترکیې د «اېپیکیول انرژۍ» او «پایرو انرژۍ» برېښنايي تجهیزاتو تولیدي شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ترکي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید ټوربېنونو، ترانسفارمرونو، عصري ځېرکو مېټرونو تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ملا عبدالحق همکار د یادو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا ستایلې او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې د برېښنا او اړوندو تجهیزاتو د تولید لپاره پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس سپارښتنه کړې، چې د یادو شرکتونو مسولین دې د برېښنا شرکت د پانګونې همغږۍ ریاست سره ګډې ناستې ترسره کړي، ترڅو د اړتیاوو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه تخنیکي او دوهاړخیزې خبرې وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د رهبرۍ د هڅو له امله په تېرو نږدې پینځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د ملي او نړیوالو پانګهوالو پانګونې زیاتې شوې او د یو شمېر پروژو په عملي چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

