ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلي رژیم د غزې پر لور د روان مرستندویه کاروان دوه غړي اخراج کړل

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي رژیم د غزې پر لور د روان مرستندویه کاروان دوه غړي تر نیول کېدو وروسته اخراج کړي دي.

د راپورونو له مخې، د اسپانیا اوسېدونکی سیف ابو کشک او د برازیل اوسېدونکی تیاګو اویلا په نړیوالو اوبو کې تر نیول کېدو وروسته اخراج شوي دي.

ویل کېږي، یاد کسان د «ګلوبل صمود» د دویم مرستندویه کاروان غړي وو، چې د اپرېل په ۱۲مه له اسپانیا څخه غزې ته د بشري مرستو د لېږد په موخه روان شوي وو.