ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسرائيلو هوايي بريد له امله د لبنان په سویل کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند بایللی

رویټرز خبري اژانس د لبنان د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم د هوایي برید له امله د لبنان په سویل، «ساکساکیه» ښار کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند بایللی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رژیم د امریکا په منځګړيتوب د شوي اوربند سربېره، لبنان باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

دغه راز بیا الجزیرې خبري شبکې د حزب‌الله له قوله راپور ورکړی، چې تېره ورځ (شنبه، د مې ۹مه) یې د لبنان سویل او د اسرائیلو شمال په بېلابېلو سیمو کې پر اسرائیلي پوځیانو ۲۲ بریدونه کړي.

راپور زیاتوي، چې حزب‌الله په دغو بریدونو کې د راکیټونو، توپونو او ډرونونو پر مټ د اسرائیلي پوځیانو د راټولېدنې ځایونه او وسایط په نښه کړي دي.