ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت د ازادې سیالۍ له لارې څه‌باندې ۱۰۰۰ اداري بستونه اعلان کړل

د پوهنې وزارت د ازادې سیالۍ له لارې د ولسوالیو امریتونو او ښوونیزو حوزو لپاره ۱۰۶۰ خالي اداري بستونه د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال اعلان کړل.

یاد وزارت ویلي، د دې بستونو د اعلان موخه د ښوونې او روزنې په بهیر کې د چارو اسانتیا، روڼتیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

په همدې موخه جوړ شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت او تنظیم مرستیال مولوي عبدالخالق صادق ویلي، په پلان کې لري چې راتلونکی کال د هېواد په کچه د لېسې دورې رشته‌بندي او نمونوي ښوونځي جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړې، په ټول هېواد کې به د لېسې دورې ازموینې معیاري او مرکزي شي او د ازموینو پوښتنې به په مرکز کې جوړېږي، همدارنګه څارنه او کنټرول به هم له وزارت څخه ترسره کېږي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په همدې غونډه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د بېکارۍ کچه راټیټه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د کار کنفرانس د ژمنو له مخې به یو میلیون او ۴۶۵ زره وړ کسان په دندو وګمارل شي.

ښاغلي احمدزي ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د سپارښتنې له مخې د کار لومړیتوب راستنو شویو مستعدو کډوالو ته ورکول کېږي.