د کانونو او پټرولیم وزارت د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په شتون کې له «سبحان مومند و ریف گروپ» او د اذربایجان «ریف ګروپ LLC شرکت» سره د کندوز ولایت قلعهزال ولسوالۍ د سرو زرو د ۵.۹۷ کیلو متر مربع کان د استخراج تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت ویلي، چې دغه تړون د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره ډالرو په ارزښت د پینځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
یاد وزارت زیاتوي، تړوني شرکت به ۳۰ سلنه حقالامتیاز سربېره به ۲۰۰ زره ډالر په ټولنیزو خدمتونو ولګوي.
دغهراز د دواړو هېوادونو سفیرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له یاد شرکت سره د همکارۍ له کبله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ زیاته یې کړه، چې د دې تړون لاسلیک د درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام دی.
نوموړي وویل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ټولو هغو کورنیو او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي، چې غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

