الجزیرې د لبنان د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د دوو روغتیایي کارکوونکو په ګډون ۵۱ لبنانیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې مارچ میاشتې د دویمې نېټې راپدېخوا پر لبنان د اسرائیلي رژیم په تر سره شویو بریدونو کې ۲ زره او ۸۸۶ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال، ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په یاده موده کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۳ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

