د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند روزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دهراود ولسوالۍ اړوند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رواحه لواء له قوماندان الحاج مولوي برهانالدین بیضاوي، د ولسوالۍ له ولسوال بشیر حاجي، امنیه قوماندان حاجي خالد او یو شمېر نورو مسولینو سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند له مسولینو غوښتي، چې خلکو ته د خدمت لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې اوسنی نظام د ولس د قربانیو پایله ده او مسولین باید د خلکو د خدمت او هوساینې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د خپل سفر پر مهال د روزګان له مرکز څخه دهراود ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک له روانو چارو هم لیدنه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

