ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یوناما د بشري حقونو له مسولې سره د رسنیو د وضعیت په اړه خبرې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسولې اغلې فیانو فریزر او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت، د بشري حقونو او تاریخي آبداتو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د یوناما د بشري حقونو مسولې ویلي، د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فعالیتونه ښه شوي، د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او د اطلاع‌رسونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

دغه‌راز نوموړې د رسنیو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو صادرېدل یې مثبت اقدام بللي دي.

هغې همداراز ویلي، چې د روږدو پر روغتون د وروستي برید په اړه څېړنې روانې دي.

بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي، وزارت د قانون په رڼا کې د رسنیو ملاتړ کوي او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې روانې دي، څو د دوی ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مشرتابه ټول فرمانونه د ټولنې د خیر او پرمختګ لپاره صادرېږي او د ښځو حقونه پکې د اسلامي اصولو له مخې خوندي شوي دي.