ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي مطیع‌الحق خالص او د UN-Habitat مشرې لیدنه؛ د افغانستان چاپېریالي ستونزې دې نړۍوالو ته په اغېزمن ډول وړاندې شي

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دUN-Habitat  له مشرې او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې عمومي اداره وایي، چې په دې لیدنه کې اذربایجان ته د چاپېریال ساتنې ادارې د تلونکي پلاوي د ګډون د څرنګوالي او چمتووالي په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د لیدنې په پیل کې مولوي مطیع‌الحق خالص د سفر پر اهمیت خبرې کړي او د UN-Habitat له مسولینو یې غوښتي، چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د (WUF) نړیوال کنفرانس لپاره د افغان پلاوي د ګډون اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان د چاپېریالي ستونزو او اړتیاوو د مطرح کېدو لپاره باید په اړوندو غونډو کې پیاوړې همغږي شتون ولري.

بلخوا، په افغانستان کې د UN-Habitat مشرې سټېفن لوزي د یاد کنفرانس په تړاو معلومات وړاندې کړي او د همغږۍ پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان چاپېریالي ستونزې او لومړیتوبونه باید نړیوالو ته په اغېزمن ډول وړاندې شي.