وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه کړي دي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، له دې ډلې یو برید د اپریل میاشتې په لومړیو کې د فارس خلیج په لاوان ټاپو کې د نفتو پر یو چاڼځای تر سره شوی و، چې د پراخې اورلګېدنې او د تولید د خنډ لامل شوی و.
راپور کې راغلي، دغه برید د ډونالډ ټرمپ د اوربند د اعلان سره هممهاله تر سره شوی و.

