لامین یامال، د فوټبال نړۍ ځوان ستوري، د خپلې لوبډلې بارسلونا له لوري د هسپانیا د لالیګا سیالیو تر اتلولۍ وروسته، د فلسطین بیرغ په پورته کولو سره دغه بریا ونمانځله.
بارسلونا د روانې اوونۍ په الکلاسیکو حساسه لوبه کې د ریال مادرید په ماتولو سره د لالیګا د روان فصل اتلولي خپله کړه.
یادې لوبډلې په دې بریا سره د هسپانیا د فوټبال لیګ ۲۹مه اتلولي هم ترلاسه کړه.
لامین یامال د دوشنبې په ورځ د بارسلونا د اتلولۍ د نمانځنې او سړکیز کاروان پر مهال، د فلسطین بیرغ په لاس د رسنیو او ټولنیزو شبکو د کاروونکو پام ځان ته واړاوه، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د یادونې وړ ده، چې هسپانیا د اروپايي ټولنې له هغو مخکښو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ یې کړی دی.

