د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیکا ولایت له والي ملا عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پکتیکا والي د اسلامي امارت د مشرانو له هڅو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، پکتیکا یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکي یې له اسانتیاوو بېبرخې دي.
همدارنګه نوموړي د یاد ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې له وزیر سره شریکې کړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د والي د خبرو له اورېدو وروسته وویل، پکتیکا یو جهادي ولایت دی او اسلامي امارت ټولو ولایتونو ته، په ځانګړي ډول محرومو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې وزارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د پکتیکا د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د پراختیایي پروژو د تطبیق هڅې به لا ګړندۍ کړي.

