د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي ريیس مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ، نړیوال ښاري فورم کې د ګډون په موخه نن (جمعه، ۱۴۰۵لمريز کال د غويي ۲۵ نېټه) د اذربایجان پلازمېنې باکو ته روان شو.
ياد پلاوی به د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام (UN-Habitat) له لوري جوړېدونکي دیارلسم نړیوال ښاري فورم کې ګډون وکړي.
دغه فورم د نړۍ له مهمو نړیوالو ښاري او چاپېریالي ناستو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو استازي، وزیران، ښاروالان، نړیوال بنسټونه، د اقلیمي بدلون متخصصین او د ښاري پراختیا اړوندو ادارو استازي ګډون کوي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان پلاوی به په یاد فورم کې د اقلیمي بدلون، ښاري چاپېریال ساتنې، دوامدارې پراختیا، د کثافاتو مدیریت، د هوا ککړتیا مخنیوي او د ښاري مقاومت په تړاو بېلابېلو ناستو او تخنیکي بحثونو کې ګډون وکړي.
د چاپېريال ساتنې ادارې د خبرپاڼې له مخې د ياد فورم په څنډه کې به د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي ريیس او ورسره مل پلاوی د یو شمېر نړیوالو ادارو، تمویلوونکو بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د چاپېریالي همکاریو، تخنیکي مرستو او ګډو پروګرامونو په اړه لیدنې او خبرې اترې هم وکړي.
ټاکل شوې ده، چې نړیوال ښاري فورم (WUF13) د ۲۰۲۶زېږديز کال د مې میاشتې له ۱۷- ۲۲مې نېټې پورې د آذربایجان په باکو ښار کې ترسره شي.

