د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د افغان پلاوي په مشرۍ د کازان اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې له جوړ شوي ستر نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه نندارتون کې د هوايي فضا، پرمختللې ټکنالوژۍ، نفت او ګازو، صنعتي تولیداتو او د نورو بېلابېلو برخو شرکتونه افغانستان کې پانکونې ته هڅول شوي او ورڅخه غوښتل شوي؛ څو د افغانستان د لوړو زدهکړو، ټکنالوژۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ د یادو سترو شرکتونو استازو د لوړو زدهکړو وزیر سره په افغانستان کې د پانګونې په موخه ژمنه کړې او د ګډو همکاریو او د بېلابېلو پرمختیايي پروژو د پلي کولو لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې.
دا په داسې حال کې ده، د لوړو زدهکړو وزیر په مشرۍ ۱۴ کسیز پلاوی د کسيز لوړ رتبه پلاوی د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې غونډه کې د ګډون په موخه د تاتارستان کازان ښار ته په سفر تللی.

