د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له نوي ټاکل شوي مشر جوهانیز بروور سره وکتل او د هغه د باورلیک نسخه یې ترلاسه کړه.
د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې مولوي اميرخان متقي د افغانستان او سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې او د يادې کمېټې نوي مشر ته يې په افغانستان کې په خپلو چارو د بریا هیله څرګنده او د هر ډول لازمې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
دغه راز جوهانیز بروور په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو امارتي ادارو سره په نږدې همغږۍ کې د بشري خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي. د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې پخوانۍ مشرې کترینا ریتز ماموريت دوره پای ته رسېدلې، چې پر ځای يې جوهانیز بروور د نوي مشر په توګه د ماموريت باور ليک ترلاسه کړ.

