ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پخوانيو کاناډايي ډيپلوماټانو پر اسرائيلو د سختو بنديزونو د لګولو غوښتنه کړې

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، شاوخوا ۲۰۰ پخوانیو لوړو پوړو کاناډایي ډیپلوماټانو په یوه لیک کې د کاناډا له حکومته غوښتي، چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو او لبنان کې د خرابېدونکي وضعیت له امله پر اسرئیلي رژیم «سخت» بندیزونه ولګوي.

په دغه لیک کې راغلي: “که‌چېرته پر اسرائیلي رژيم سخت نړیوال بندیزونه ونه لګول شي، دوی به د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو نقض ته دوام ورکړي او د اشغال د پراخوالو پلانونه به نور هم مخته یوسي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا حکومت له کلونو راهیسې تر سخت فشار لاندې دی، چې د اسرائیلي رژیم پر وړاندې جدي اقدامات تر سره کړي؛ تر څو دغه رژیم اړ شي چې د فلسطینیانو پر وړاندې روانو بشري سرغړونو او نسل وژنې ته د پای ټکی کېږدي.