ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات د شمالي ولایتونو د محاکمو او امارتي ادارو چارې وارزولې

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د سترې محکمې د یو شمېر قضايي او اداري مسولینو په ملتیا کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو ته لس ورځنی سفر ترسره کړ.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر موخه د محاکمو د چارو ارزونه، د خدماتو ښه‌والی، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د خلکو د ستونزو اورېدل وو.

شیخ عبدالحکیم حقاني د سفر پر مهال د یادو ولایتونو د محاکمو له قضايي، اداري او نظامي مسولینو سره لیدنې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو، اړتیاوو او د ولسونو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړي همداراز د امنیتي، عدلي او نورو ادارو مسولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د اصولو له مخې له یو بل سره همغږي او همکاري پیاوړې کړي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د سترې محکمې رییس په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د مسولیتونو د سم ترسره کولو، له ولس سره د نرم چلند، د بندیانو او مجرمینو د حقونو رعایت او د بیت‌المال د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل، هېچا ته اجازه نشته چې په خپل سر چا ته سزا ورکړي او ټولې قضیې باید د اسلامي شریعت له مخې د محاکمو له لارې وڅېړل شي.

شیخ عبدالحکیم حقاني د محاکمو مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې تر بشپړې څېړنې او ډاډ پرته دې پرېکړې نه کوي، له مراجعینو سره دې ښه چلند کوي او د عدالت د تأمین لپاره دې له پوره دقت څخه کار واخلي.

نوموړي همداراز د امارتي ادارو ترمنځ د اطاعت، همغږۍ او یووالي پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام بقا له عدالت، مسولیت‌پالنې او د ولس خدمت سره تړاو لري.

د سترې محکمې په وینا، د قاضي‌القضات یاد لس ورځنی سفر د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ته ورسېد.

په دې سربېره د سترې محکمې محترم رییس او قاضي‌القضات د محاکمو مسولينو ته لاندې ځانګړې لارښوونې کړې دي:

1. د مسوليت مثال په جهنم باندې د پل صراط غوندې دی، که چېرته مسول په خپل مسوليت کوږ روان شو ( په ښه ډول یې ترسره نه کړ)؛ نو د قیامت په ورځ به د پل صراط په څېر ورته سخته وي.

2. ترڅو مو چې په موضوع کې پوره څېړنه نه وي کړې او ډاډ مو نه وي حاصل شوی، فيصله به نکوئ، کله چې پوره ډاډ حاصل شو، بیا فیصله صادره کړئ.

3. له مراجعينو سره باید ښه اخلاق وکړو، محکوم او محکوم علیه ته قناعت ورکړو، خپل عذر ورته بیان کړو، محکوم له ته هم توصیه وکړو، چې که تا محکمې ته د دروغو شاهدان راوستلي وي او یا دې جعلي اسناد جوړ کړي او په حقیقت کې ستا نه وي؛ نو محکوم بها مه اخله، محکوم علیه ته هم باید توصيه وشي، چې د مرافعه طلبۍ او تميز طلبۍ حق هم لري.

4. مرافعه محاکم د ابتدائیه محاکمو په سر مشرتوب لري، باید د ټولو ابتدائیه محاکمو له غړو او چارو پوره پوره نظارت وکړي، که د قضائي غړو ترمنځ همغږي موجوده نه وي، باید همغږي رامنځته کړي او د محاکمو ستونزو ته ژر او په خپل وخت رسېدنه وکړي.

5. که په فيصله کې څومره نواقص موجود وو؛ باید ټول ابتدائیه محکمې ته په ګوته شي او هر نقض باید مدلل وي.

6. مرافعه محکمې ته چې کله موضوعات راځي، اړوند دېوانونه باید د ابتدائیه محاکمو فيصلو ته د تائيد په نظر وګوري، تر څو تائيد شي، که چېرته یې  نواقض درلودل، هغه ورته په ګوته کړو.

7. د افغانستان عام خلک پر موږ حق لري، چې د دوی خدمت وکړو؛ دوی له موږ څخه اميد لري، چې د مظلوم حق له ظالم څخه واخيستل شي او د ظلم مخنيوی وشي.

8. مسول باید د خپلو مشرانو اطاعت وکړي، چې د شريعت موافق وي؛ ځکه چې د اسلامي نظام تحکم او د بقاء لپاره لویه ذریعه اطاعت دی.

9. کوښښ وکړو، چې د چا سره ظلم ونکړو؛ ځکه چې الله (جل‌جلاله) هغه نظام ته چې ظلم کوي بقاء نه ورکوي.

10. له بيت المآل سره باید ډېر احتیاط وکړو؛ ځکه چې که بل هېڅوک د بیت المآل د مصرف حساب راسره ونکړي، نو الله (جل‌جلاله) خو به حتمن حساب راسره کوي.

11. هر ماتحت مسول باید د خپل مافوق مسؤول اطاعت وکړي.

12. داسې اخلاق باید وکړو، چې غیر مسلم هم زموږ د اخلاقو له وجې متاثره شي.

13. کوښښ کوئ چې د تهمت له ځایونو څخه ځان وساتئ، که هغه تهمت په ملاقاتونو، مېلمستیاوو او یا نورو ځایونو کې وي.