ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین او محمد بن زاید ال نهیان د ایران کړکېچ د سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار کړی

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس، محمد بن زاید ال نهیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د کریملین د خبرپاڼې له مخې، په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د منځني ختیځ او د ایران د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د روان کړکیچ د حل لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیک بهیر پر اهمیت ټینګار کړی، څو داسې سولې ته لاره هواره شي چې د سیمې د ټولو هېوادونو مشروع ګټې په کې په پام کې ونیول شي.