ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع افغانستان کې د قطر له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قطر سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې، د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکي پیاوړې او تاریخي بللي او ویلي یې دي، هڅه کوي د خپل ماموریت پر مهال د اړیکو دغه کچه نوره هم لوړه کړي.

دغه‌راز ښاغلي مردف بن علي القاشوطي په افغانستان کې د قطر ترسره شویو او روانو پراختیایي او مرستندویه پروژو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، له رامنځته شوي امنیت څخه په استفادې هڅه کوو په ډېرو نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

 د قطر سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او ثبات لپاره مهمې بللي او ویلي یې دي، هېواد یې په اخلاص هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شویو ستونزو ته مناسب حل پیدا شي.

ورته مهال د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قطر او افغانستان اړیکې مهمې بللي او ویلي یې دي، په تېرو شلو کلونو کې قطر د یو مسلمان ورور هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډېر زیار اېستلی او اسلامي امارت ترې منندوی دی.

دغه‌راز ډاکتر ملا عبدالواسع په بېلابېلو برخو کې د قطر ترسره شوې پروژې ګټورې بللي او همدارنګه د همکاریو کچې د لا زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د متقابل او د افغانستان ملي ګټو او شرعي اصولو په چوکاټ کې دوه اړخیزه مثبتې اړیکې غواړي او هماغسې چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، په نورو هېوادونو کې هم د امنیت او ثبات ملاتړ کوي.