د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع له چینایي پانګوال وانګ بن چاینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري هم شتون درلود، چینایي پانګوال وانګ بن چاینګ افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو او د هېواد د کاني زېرمو په پام کې نیولو سره دوی په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د هغه په وینا، دوی د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو استخراج، د تېلو تصفیې، بندونو او برېښنا په برخو کې کافي تجربه او پرمختللې ټکنالوژي لري او غواړي د پانګونې په صورت کې یې افغانستان ته را انتقال کړي.
وانګ بن چاینګ همداراز ویلي، چې له اسیايي هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره به د لویو لارو په برخه کې اساسي پانګونه وکړي.
بلخوا د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، افغانستان د کانونو بډایه زېرمې لري او اسلامي امارت د کانونو ترڅنګ د سالنګ تونل، واخان کورېډور او نورو مهمو پروژو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکوي.
ډاکتر ملا عبدالواسع دغه راز پانګوالو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د افغانستان ملي ګټو او اصولو ته هم پام وکړي او خپلې چارې په معیاري ډول ترسره کړي، څو د دوی مسلکي اعتبار او د اړوندو هېوادونو ښه شهرت لا پیاوړی شي.

