د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر عمومي رییس، محمد سعید العیاش په کابل کې د قطر له سفیر، مردف القاشوطي سره د افغانستان په تړاو لیدنه او خبرې کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ، ثبات او د بشردوستانه فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
دوی دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره به د بشري او ټولنیزو ـ اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې خپلو همکاریو او ګډ کار ته دوام ورکوي.

