ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او قزاقستان تر منځ پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيكو بحث شوى

په ابوظبي کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني، د ياد هېواد لپاره د قزاقستان له سفير راوان جومابیک سره لیدنه کړې ده.

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو په سياسي، اقتصادي او سيمه‌ييزو اړیکو په پياوړتيا، د افغانستان ثبات، هوساينې، او د متقابل احترام پر بنسټ د همکاریو پر پراختيا خبرې شوې دي.

د یاد سفارت په وینا، د قزاقستان سفیر د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او ښوونیزو برخو کې د همکاریو هیله ښودلې ده.

همدار راز ښاغلي حقاني ویلي، چې اسلامي امارت سیمه ییز ثبات، اقتصادي پراختیا او ګډو اغېزمنو همکاریو ته جدي پاملرنه لري.