د چارو ادارې عمومي ریاست وايي، د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د وزیرانو شورا نوولسمه غونډه کې د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ دوهم فاز پر مسیر د ځمکو استملاک او راستنو شویو افغان کدوالو ته د ځمکو وېش په اړه خبرې شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې په یاده غونډه کې د هېواد په ځینو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو بحث او پریکړې شوي دي.

