د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د پولیو لیګاسي چلنج (PLC) له اجراییوي غړو، تمویلوونکو او د عالي بورډ له رییسانو سره انلاین لیدنه کړې ده.
عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د روانو همکاریو په اړه خبرې کړې او همداراز یې د منظم واکسیناسیون او په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزیر د PLC شریکانو او تمویلوونکو له دوامدار ملاتړ او ژمنتیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی همکاریو اساسي روغتیايي خدمتونو ته د زیانمنو خلکو د لاسرسي په ښه والي کې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه د PLC پلاوي هم له عامې روغتیا وزارت سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د بېلابېلو روغتیايي ستونزو د حل لپاره یې ګډې هڅې مهمې بللې دي.
یاده لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د نږدې همکاریو د دوام پر هوکړې پای ته رسېدلې، څو د افغانستان روغتیايي لومړیتوبونه پر مخ یووړل شي او د هېواد روغتیايي نظام په اوږدمهاله توګه پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو وزیرانو او مرستیالانو ترڅنګ، د نړیوالو روغتیايي بنسټونو یو شمېر لوړپوړو استازو هم ګډون کړی و.

