ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او اذربایجان د چاپېريالي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او مل پلاوي اذربایجان ته د سفر په ترڅ کې له تمیز دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریال ساتنې، ښاري پاکوالي او ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د تجربو پر تبادلې یې ټینګار وکړ.

دغه راز افغان پلاوي د “WUF13” نړیوال ښاري فورم په چوکاټ کې د ښاري نندارتون (Urban Expo) څخه د لیدنې سربېره د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې (UN-Habitat) له لوري د افغانستان په تړاو جوړه شوې ځانګړې غونډه کې هم ګډون وکړ.