ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د فوټسال د لومړۍ درجې لیګ اتلولي د ایثار لوبډلې وګټله

د افغانستان د فوټسال د لومړۍ درجې لیګ سیالۍ، چې څه موده وړاندې د هېواد د فوټبال فدراسیون له لوري په کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د هرات د ایثار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې لوبډلو د ۸ ورځو لپاره یو له بل سره سیالۍ وکړې، چې په پای کې د هرات ایثار لوبډلې د ۱۳ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ او د کابل نسیم اف‌سي لوبډلې د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم مقام وګاټه.

له دې پایلې سره د هرات ایثار او د کابل نسیم اف‌سي لوبډلو د افغانستان د فوټسال غوره لیګ پینځم پړاو ته د ګډون جواز ترلاسه کړ.

همداراز د نیمروز شیک‌پوشان او د بغلان یووالی لوبډلې د لږو امتیازونو له امله د لومړۍ درجې لیګ څخه خپلو ولایتي لیګونو ته سقوط وکړ.

د سیالیو په پای کې نعمت‌الله امیري د غوره لوبغاړي، صادق فقیري د غوره ګول وهونکي او سلمان جعفري د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شول.