ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بدخشان کې د هوايي ځواک پرمټ ۵۰ تنه سېلاب‌ ځپلي هېوادوال ژغورل شوي

د دفاع وزارت وایي، چې په بدخشان ولایت کې د وروستیو سېلابونو او د امو سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د هوايي ځواکونو له لوري ۵۰ تنه سېلاب‌ځپلي هېوادوال ژغورل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ژغورنې دغه عملیات د «MI-17» هلیکوپټر په وسیله د شپږو الوتنو پر مهال ترسره شوي، چې پکې زیانمن کسان د آمو سیند شاوخوا سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، ژغورل شوي کسان د ۱۴مې لواء څلورم کنډک او د بدخشان ولایت مرکز فیض‌آباد ښار ته انتقال شوي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې دغه عملیات په سختو شرایطو کې د زیانمنو هېوادوالو د ژغورنې په موخه ترسره شوي او د ټولو ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.