ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له حیرتان بندر څخه لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ کې له حیرتان بندر څخه د لیدنې پر مهال د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کولو او په دغه بندر کې د امارتي ادارو د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.

اقتصادي معاونیت وایي، په دې لیدنه کې دغه راز د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ او هوايي چلند، ټولګټو وزارتونو او د امارتي شرکتونو پر موجوده ستونزو خبرې شوي او د حل په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي.

د نیول شویو تصمیمونو له مخې به له اړتیا سره سم په دغه بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیات، لوی او معیاري پارکینګونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او سړې خونې به جوړې شي.

په دې سره به په حیرتان بندر کې له ځنډ پرته په ښه توګه ۲۴ ساعته صادراتي او وارداتي خدمتونه وړاندې شي، چې په پایله کې به يې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه زیاته او د اقتصاد په وده کې به مثبت رول ولوبوي.