د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ترکمنستان هېواد ته سفر کړی.
افغان پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د کانونو وزیر، د کرنې وزیر، د ترکمنګاز شرکت مسولینو او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.
په دغو کتنو کې داړو لوریو د ټاپي پروژې د تطبیق پر څرنګوالي، په افغانستان کې د دغې پروژې پر مسیر د ځمکو د استملاک، د صادراتي ګازو د بیې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز افغان پلاوي له ترکمنګاز تولیدي شرکت څخه د لیدنې سربېره د قزاقستان او ترکمنستان پر پوله له ترکمنباشي او نورو بندرونو څخه لیدنه وکړه.

