ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګریز نښلون کنفرانس تر سره شو

د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګریز نښلون کنفرانس د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او د اوزبیکستان د وزیرانو شورا د کوچنیو صنایعو د پراختیا ادارې رییس ناظم‌جان خالمرادوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د غړو په ګډون کابل کې تر سره شو.

صنعت او سوداګرۍ وزارت د یاد کنفرانس د جوړېدو موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچې لوړل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او همکاریو پراختیا او افغانستان کې د ګډې پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول ښودلي دي.

دغه راز نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان او اوزبیکستان اړیکې تر بل هر وخت ډېر نږدې شوې دي.

 همدا راز اوزبیکساني چارواکو افغانستان کې د پنبې په کښت او د ورېښمو په تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې له دې سره به سلګونه افغانانو ته کاري زمینه برابره شي.