ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د همغږۍ ناسته وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي د اوزبیکستان د وزیرانو شورا د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې له رییس ناظم‌جان خالمرادوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو ناسته کړې ده.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د پنبې د معیاري کرکېلې، د تار د پروسس او تولید، د چرمي بوټانو تولید، د ټوکر جوړولو، د اوزبیکستاني جامو د صادراتو، له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د پنبې، چرم او ټوکر د پروسس فابریکو د لېږد او د سپکو صنایعو د ګډ نړیوال نندارتون جوړولو په اړه خبرې شوي.

د دې ناستې په پاې کې د مطرح شویو موضوعاتو د عملي کېدو او پلي کېدو لپاره د دواړو لوریو له خوا تخنیکي او د اړیکو ټیمونه وټاکل شول.