ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پینځمه برخه بېرته فعاله شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له‌خوا په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پینځمې برخې د بېرته فعالېدو پرانیسته وشوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پياوړې شوې او د لا پراختیا لپاره یې د بلخ والي په مشرۍ د اړونده ادارو یوه ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ دغه برخه ۷۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې، پینځه سټېشنونه او دغه راز د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې په فعالیدو سره به یې سوداګریزو توکو حجم زیات او د لېږد لپاره به یې اسانتیاوې رامنځته شي.