ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبېکستان په بلخ کې د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، په بلخ ولایت کې د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره لیدلي.

په دې لیدنه کې اوزبېکستاني چارواکو ویلي چې دوی غواړي د نایب‌اباد په تم‌ځای کې یو نوی یو نیم کیلومتره اوږد د اوسپنې پټلۍ خط جوړ کړي او د هغه ترڅنګ د توکو د ښکته کولو او بارولو لپاره څو ګودامونه هم جوړ کړي.

بل لور ته، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دې طرحې هرکلی کړی او د ټولګټو وزارت مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دې پروژې تخنیکي او رغنیزې چارې له اوزبېکستاني لوري سره په ګډه مخته یوسي.