ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د افغان سوداګرو او کډوالو ستونزو ته په رسېدو ټینګار شوی

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع الله فرهمند سره کتلي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې په ترکیه کې د افغانستان سفارت په کړنو،فعالیتونو او په ترکیه کې مېشت افغانانو ته د چوپړتیاوو په اړه خبرې اترې شوي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د یاد سفارت مسئولین باید د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګريزو، سیاستي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت کړنې او فعالیتونه ستایلي او د سوداګرو او نورو افغان کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدو یې ټینګار کړی.