د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، سختو بارانونو او شمالي سالنګ سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله د سالنګونو لویه لاره د لږ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وینا، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست ځواکونه د لارې په پاکولو بوخت دي، او له هېوادوالو غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې له دې لارې د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

