د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون د همغږۍ ناسته، د شمالختیځ او شماللوېدیځ زون د مسولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د هېواد امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د شمالختیځو او شماللوېدیځو ولایتونو حالت وڅېړل شو، او مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د خلکو د ژوند د ښه والي، د کارموندنې د فرصتونو رامنځته کولو او د ولسي ستونزو د حل لپاره هڅې زیاتې کړي.
د دې کمېسیون رهبرۍ همداراز مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

