ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چين د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي

د چینایي رسنیو د راپور له مخې، د چین د ډبرو سکارو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او ۳۸ نور د ځمکې لاندې بند پاتې دي.

د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره شپه (جمعه، د مې ۲۲مه) د دې هېواد د شانشي ولایت اړوند د «لیوشنیو» د ډبرو سکارو کان کې رامنځته شوې.

راپور کې راغلي، چې د چاودنې پر مهال په دغه کان کې ۲۴۷ کاریګرو شتون درلود، چې له دې ډلې ۲۰۱ تنه روغ رمټ ژغورل شوي او د نورو د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي.