د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار، چې د وروستیو سېلابونو له امله د شمالي سالنګ په ځینو برخو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو د پرلهپسې هڅو په پایله کې سېلابي او رسوبي مواد پاک کړي او لاره یې د ترافیکو پر مخ بېرته فعاله کړې ده.
دغهراز د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې پر یادې لارې د سفر کولو پر مهال بشپړ احتیاط وکړي او ترافیکي اصول مراعات کړي.
بلخوا یاد وزارت زیاته کړې، چې د تخار ـ بدخشان لویه لار هم، چې د قرهکمر په سیمه کې د سېلابونو له امله تړل شوې وه، له پاککارۍ وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

