د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړ شوی د ابوعلي سینا څلور ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، د درملو او خصوصي روغتونونو رییسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د ابوعلي سینا دویم نړیوال نندارتون د دې لپاره جوړ شوی و، څو د درملو صنعت او خصوصي روغتونونو د استازو غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شي او ورته د حل مناسبې لارې وموندل شي.
په غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د هېواد د درملو صنعت پر پرمختګ، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د درملو کیفیت ته پر ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان د درملو په برخه کې له بهرنیو اړتیاوو خلاص او کورني تولیدات لا پیاوړي شي.
هغه همداراز له ملي او نړیوالو سوداګرو غوښتي، چې د درملو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځکه د ده په وینا اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د دغه نندارتون د بریالي ترسره کېدو په موخه د اسلامي امارت له چارواکو، ګډونوالو، د خصوصي روغتونونو له مسولینو او د درملو تولیدي فابریکو له استازو مننه کړې ده.
نوموړي د دغه نندارتون جوړېدل د درملو د کورني تولید د پیاوړتیا لپاره مهم او ګټور بللي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د درملو تولیدي فابریکو او یو شمېر خصوصي روغتونونو ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیکونو په لاسلیک سره پای ته رسېدلی دی.

